به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پېښور  (CTD) او پولیسو په ګډ اپریشن کښې په ریګي لالمې کښې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې درې فعال وسله وال وژلي دي. دا اپریشن د اوږدې تکنیکي څارنې وروسته ترسره شول چې په ترڅ کښې یې وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او په پایله کښې یې درې واړه وسله وال ووژل شول.

​په وژل شویو کښې یو د عبدالله عرف جواد په نوم افغان وګړی دی. د نورو دوو پېژندنه لاهم روانه ده. له دوی څخه د ایم ۴ او ایم۱۶ رایفلونو، یوې SMG، ۲.۵ کیلو ګرامه بم (IED)، یو لاسي بم څلور سمارټ فونونه، ۱۲۵ مرمۍ او شپږ مجلې ترلاسه شوې دي.

​استخباراتي معلومات ښیي چې دا ډله په پېښور کښې د ۱۸ بریدونو مسؤله وه. په دې بریدونو کښې د پولیسو چیک پوسټ، ګاډي او ولسي کسان په نښه شوي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته نقصان او مرګ ژوبله ورسیده. په دی پېښو کښې د پولیسو په چیک پوسټونه بریدونه شامل دي چې په ترڅ کښې یې د پولیسو او فرنټیر کور (FC) ډیر افسران وژل شوي او همدا راز د چاودېدونکو توکو بریدونه او کمینونه هم شوي دي. دوه ولسي وګړي د باج اخیستلو په هڅه کښې هم په نښه شوي وو.

​لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا وسله وال د تی تې پی د یوې ډلې برخه وه چې د بهرنیو مشرانو تر لارښوونې لاندې یې کار کاوه او له بهر څخه ورته پیسې رارسېدلې. ویل کیږي چې دې ډلې د امنیتي ځواکونو، تاسیساتو او د حکومت پلوو کسانو په وړاندې د نورو بریدونو پلان لرلو.

نور ولولئ