به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​د خېبر پښتونخوا په باجوړ او لوئر دیر ضلعو کښې د باران له امله په جلا جلا پېښو کښې لږ تر لږه ۷۸ کسان مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي. دا پېښې د جمعې په ورځ د اګست په ۱۵مه د سختو بارانونو او سېلابونو له امله رامنځته شوې دي. د مرګ ژوبلی د لړی روانه دهږ

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا ​نن په سوات کښې د سیلاب له امله ۱۶ کسان ورک دي. په دې کښې ۱۴ د سکول ماشومان، یو معلم، یوه ښځینه او یو د ریسکیو ۱۱۲۲ غړې دي.

​د باجوړ په سالارزۍ تحصیل کښې د وريځي چاودیدو (cloud burst) له امله د جبارائي په کلي کښې ناڅاپي سېلابونه راغلي دي. د رسکیو ۱۱۲۲ ټیمونو د سیمې خلکو سره په ګډه هڅو کښې ۱۸ مړي راویستي او درې ژوبل کسان یې له خاورو او سېلابي اوبو څخه ژغورلي دي. ۷ کسان لاهم نادرکه دي او د ژغورنې عملیات روان دي. ژوبل کسانو ته په ځای عاجله طبي مرسته ورکړل شوه او بیا هسپتال ته لېږدول شوي دي.

​په لوئر دیر کښې د میدان په سوري پاو کلي کښې د سخت باران له امله د یو کور چت غورځېدلی چې په پایله کښې یې پنځه کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي. د ژغورنې ټیمونه د سخت باران، سېلابي سړکونو او خرابې لارې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شول او پېښې ځای ته د رسېدو لپاره یې درې ساعته پلی مزل وکړ.

​دا پېښې له جون میاشتې راهیسې په ټول پاکستان کښې د مونسون بارانونو له امله د زیاتو تلفاتو یوه برخه ده. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (NDMA) وایي چي د جون له ۲۶مې راهیسې په ټول هېواد کښې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۳۲۵ کسان مړه شوي دي چې پکې ۱۴۲ ماشومان شامل دي او ۷۴۳ نور ژوبل دي. په خاص توګه شمالي سیمې او خیبر پښتونخوا ډېر زیانمن شوي دي. تمه ده چې د روانو ژغورونکو اپریشن او د سختې هوا د عمومي اغېزو په اړه نور جزییات هم په راتلونکي کښې خپاره شي.

نور ولولئ