به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

په  جنوبی وزیرستان اپر ضلع کښې ضلعي انتظامیې د صوبائي حکومت په وینا د ځمکنیو ماین چاودنو څخه زیانمن شویو خلکو او د هغوی کورنیو ته د تاوان (معاوضې) چیکونه ورکول شروع کړل.

ډپټي کمشنر عصمت الله وزیر وویل چي د ځمکنیو ماین چاودنو کښې د وژل شویو او زخمي شویو کسانو لپاره د تاوان چیکونه له نن ورځې د ډي سي دفتر نه ویشل کیږي.

ډپټي کمشنر زیاته کړه چي د ځمکنیو ماینونو څخه د زیانمن شویو کسانو ټوله شمیره ۶۴ ده. چې په دې کښې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۴ زخمیان دي. د زیانمنو شویو کسانو او د هغوی کورنیو ته د تاوان ورکولو دا لړۍ د نن څخه شروع شوه. مقصد یې د متاثرو کورنیو مالي مرسته کول دي. زیاتره زیانمن شوي خلک د سیمې د مختلفو برخو څخه دي. دا اقدام د ځمکنیو ماینونو څخه زیانمنو شویو خلکو سره د حکومت لخوا یو مهم ګام دی.

نور ولولئ