په لکي مروت کښي لکي سټي تاڼې ته نږدې د منجي والا په سیمه کښې درې موټرسایکل سپرو کسانو په سهار وختي د بارودو په وسیله د ګیسو پایپ لاین الوزولی دی.
د ترهګرۍ دغه پېښې په لکي مروت ضلعي کښې په وروستیو ورځو کښې زیاتې شوې دي. د څو ورځو نه ترهګرو خپل بریدونه زیات کړي او اوس یې د ویجاړلو لړۍ هم شروع کړې ده.
نن د جابوخېلو په کلي کښې ترهګرو د انسپکټر مثل خان کور ته اور واچول او د هغه د ټیوب ویل ۳۰ سولر پینلونه یې هم مات کړل.
تېره اوونۍ د شېري خېلو په کلي کښې ترهګرو د پولیس عسکر عصمت الله کور او د هغه د موټرسایکلونو د سپرو پارټسونو جنرل سټور ته اور ورته کړی وو. په دې پېښه کښې د کور قیمتي سامان، موټرسایکلونه او یو موټر سوځېدلي وو. چې له امله زیات مالي نقصان رسیدلی دي.
د سیمې خلکو په وخت د دې پېښو په اړه پولیس او امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی وو. خو د دوی له خوا څه غبرګون نه دی ښودل شوی.
د دې پېښو له امله په سیمه کښې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره شوې او د امنیت نشتوالي احساس زیات شوی دی