به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د ټانک د پولیسو ویاند وینا ده چې په کوټ میاني کښې نامعلومو وسله والو کسانو د ایف سي عسکر ضیاء اللہ ولد نعمت اللہ تښتولی. ضیاء اللہ د ایف سي په منزئي فورټ کښې خپله نوکري کوي او د ۱۵ ورځو په رخصتۍ کور ته راغلی و.

د سیمې د خلکو په وینا دغه پېښه پرون ماښام ۷ بجې هغه وخت وشوه کله چې ضیاء اللہ د خپل کشر ورور سره په موټرسایکل د ټانک نه خپل کور کوټ میانی ته روان و. په کوټ میانی کښې په کوړ مرتضی مین روډ دوو نامعلومو وسله والو تښتولی او له ځان سره یې بیولی.

د پېښې نه سمدستي وروسته د پولیسو ټیم سیمې ته رسیدلی او د تلاشي اپریشن یې شروع کړي دي. د مغوي ضیاء اللہ د موندلو او روغ بیرته راوستلو دپاره هر ممکن کوشش روان دی.

نور ولولئ