د بلوچستان په صوبه کښې د واشک په باسیمه سیمه کښې په یوه پوځي کیمپ باندې د ترهګرو په برید کښې د یوه کیپټن په ګډون ۹ پوځیان شهیدان او ۶ نور زخمیان شوي دي. دا برید تېره شپه شوی دی.
د ځایي سرچینو په وینا په باسیمه کښې پر یوه لوی پوځي کیمپ باندې ګڼو وسله والو برید وکړ. په برید کښې ډېری ډزې او څو چاودنې هم شوې دی. د برید وروسته د پاکستان د پوځ د ۳۲۸مې لوا اړوند یوه عاجل غبرګون ځواک د کیمپ په لور حرکت وکړ. خو په هغوی هم له پټ ځای څخه برید وشو.
د دې دویم برید په پایله کښې د کپټن محمد آصف په ګډون ۹ سرتیري شهیدان شول. په برید کښې ۶ نور پوځیان هم زخمیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. د بریدګرو او د برید د زیانونو په اړه نور معلومات راځي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې شروع کړې دي.