په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان لوئر تحصیل برمل، کراباغ سیمه کښې نامعلوم وسله والو کسانو په ډزو یو ځایي عالم دین مولانا ثناء اللہ شهید کړی دی.
ځایي سرچینو ویلي چې مولانا په یوه ځایي سکول کښې استاد او د جماعت پیش امام وو. هغه د شکئي تحصیل د منتوئی کلي او د وزیر قبیلې د ملک خیل څانګې سره تعلق لرلو. د هغه جسد پلرني کلي ته لیږدول شوی دی.
د پیښې نه سمدستي وروسته پولیس په موقعي رسیدلي او د تحقیقاتو پیل یې کړی دی.
دا غمګینه پیښه د هغه نه یوه ورځ وروسته وشوه کله چې په همدې سیمه کښې یو سکول په بمي چاودنه کښي ولوزول شو. د دغه پيښې نه پس فدائین اسلام په نوم یوې ډلې پمفلټونه وویشل چې پکښې یې طالب علمانو او استادانو ته خبرداری ورکړی و چې سکول ته دې نه راځي.