په لکي مروت کښې د سړک د غاړې په بمي چاودنې کښي دوه پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي.
پېښه د پېزو تاڼې سره اړونده د عبدالخېلو په سیمه کښې هغه وخت رامنځته شوه. کله چې د پوځ د ۴۳ پنجاب رجمنټ پوځیان په پلې توګه د تلاشۍ اپریشن کول.
د اپریشن په مهال د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه چې له امله يې دوه پوځيان ژوبل شول.
ژوبل شوي پوځيان سېټي هسپتال ته وړل شوي دي او په سیمه کښې نور اپریشن هم روان دي.