به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په باجوړ کښې د سیمه‌ییزې جرګې او طالبانو ترمنځ نن د خبرو شپږم پړاو دی. تمه ده چې په دې خبرو کښې به مهم او وروستي پرېکړې وشي. د جرګې غړي به ډېر ژر د خبرو اترو ځای ته روان شي.

بل خوا امنیتي چارواکو او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ په باجوړ کښې د ترهګرو پر وړاندې د دریو ممکنه لارو په اړه خبرې کړې دي.

 لومړۍ لاره: امنیتي چارواکي وايي چي ډیر دغه ترهګر چې خوارج یې بولي. هغه بهرنیان دي او په خاص توګه افغانان دي. لومړی اختیار دا دی چې قبایل پخپله دغه کسان له خپلې سیمې وباسي.

  دویمه لاره: که قبایل په خپله د دغو کسانو د ایستلو توان نه لري نو د یوې یا د دوو ورځو لپاره دې خپلې سیمې پرېږدي. څو امنیتي ځواکونه وکولای شي دغه ترهګر له منځه یوسي.

  درېیمه لاره: که دواړه اول او دویمي لارې ممکنې نه وي. نو بیا دې له اپریشن څخه د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هڅه وشي. ځکه چې د ترهګرو پر وړاندې به اپریشن په هر حالت کښې روان وي.

امنیتي چارواکو دا هم روښانه کړې چې له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو سره به هېڅ ډول خبرې نه کېږي، تر هغه چې دوی په پورا توګه د دولت واکمني و نه مني.

چارواکو ویلي چې دغه قبایلي جرګه یو مهم ګام دی. ترڅو د اپریشن څخه مخکې د خلکو خوندیتوب ته پوره پام وشي. دوی ټینګار کړی چې نه اسلام، نه ریاست او نه هم د خیبر پښتونخوا د خلکو رواجونه د دغو خوارجو سره جوړجاړی اجازه ورکوي.

په پای کښې امنیتي چارواکو ویلي چې یوازې دولت د هر ډول وسله‌والو اپریشن حق لري.

نور ولولئ