به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په بلوچستان کښې د کویټې سبی ریلوې په سټیشن کښې د ترهګرۍ یوه لویه حمله شنډه کړی شوې ده. د ځایي سرچینو په وینا کله چې د سبی څخه کویټې ته تلوونکې جعفر ایکسپریس له لارې تېره شو. نو سمدستي وروسته په پټلۍ کښې یو بم په زورورې چاودنې سره والوت.

 چارواکو ویلي چې د دغې حملې هدف ریل ګاډي و خو په نیکمرغه څه قسم مالي یا ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د معلوماتو له مخې دا پېښه هغه وخت وشوه کله چې د مسافرو ډک ریل ګاډي له پټلۍ تېر شوی و. له چاودنې وروسته امنیتي ادارې سمدستي سیمې ته راغلې او د لټون اپریشن یې شروع کړو.

د خبر له مخې د بمونو شنډولو ټیم هم پاتې پټلۍ وکتله چې د څه بلې ناوړه پېښې مخه ونیول شي.

 چارواکو دا حمله سخته غندلې او هغه یې یوه ترهګریزه کارروایي بللې چې مقصد یې په خلکو کښې وېره خپرول وو. تر اوسه پورې څه ډلې د دغې حملې مسؤلیت نه دی منلی. امنیتي ادارې نورې پلټنې کوي.

نور ولولئ