به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آئي اېس پي آر) په وینا د اګست په پنځمه په یوه برید کښې چې درې سرتیري پکې وژل شوي وو. امنیتي ځواکونو په مستونګ کښې د عملیاتو په ترڅ کښې څلور ترهګر وژلي دي.

د ISPR د وینا له مخې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۵/۶ نیټه، د فتنه الهند په نوم د هند د استازي ترهګرو په مستونګ ضلعي کښې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر په چاودیدونکو توکو برید وکړ.

په پایله کښې د وطن درې زړورو بچیانو، ۳۱ کلن میجر محمد رضوان طاهر (د نارووال ضلعي اوسیدونکی)، ۳۷ کلن نیک ابن امین (د صوابۍ ضلعي اوسیدونکی) او ۳۳ کلن لانس نایک محمد یونس (د کرک ضلعي اوسیدونکی) د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

شهید میجر رضوان یو زړور افسر و چې په بې شمیره ترهګرۍ ضد عملیاتو کښې یې برخه اخیستې وه او تل یې له مخې څخه خپل سرتیري رهبري کول.

په ورپسې سیمه کښې د پاکولو عملیاتو کښې څلور د هند لخوا تمویل شوي ترهګر وموندل شول او جهنم ته واستول شول.

د پاکولو عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې په سیمه کښې پاتې ترهګر له منځه یوړل شي. ځکه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په هیواد کښې د هند لخوا تمویل شوي ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ لري او زمونږ د زړورو سرتیرو دا ډول قربانۍ زمونږ هوډ نور هم پیاوړی کوي.

نور ولولئ