به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

بي ایل ای د نهي (سه شنبې) په ورځ په بلوچستان کښې د مستونګ په سیمه کښې د هغه برید مسوولیت ومنلو چې پکې د یو میجر په ګډون درې عسکر ووژل شول.

 د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د دې پېښې په اړه څه اعلامیه نه ده خپره کړې. خو د ضلعي ادارې تایید کړه چې د عسکرو یو موټر په مستونګ کښې د کاردیګاپ په تحصیل کښې په یوه چاودنه کښې په نښه شوی دی.

په داسې حال کښې چې د موټرو ډېره برخه له برید څخه خوندي پاتې شوه. خو یو موټر ته سخت زیان ورسېد چې له امله یې درې عسکر ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

وروسته بلوڅ آزادی غوښتونکي پوځ د دې برید مسوولیت ومانه او ادعا یې وکړه چې بم یې له لرې څخه په ریموټ کنټرول چاودولی دی.

نور ولولئ