په کرک کښې د ترهګرۍ یوه ستره پېښه مخې ته راغلې ده. د دې پېښې په نتیجه کښې د ایف سي ۳ اهلکار او یو سول ډرایور شهیدان شوي دي.
د ترهګرۍ دا پېښه د کرک ضلعې په بانډه داؤد شاه تحصیل کښې د ګرګرۍ تاڼې په حدودو کښې شوې ده. د پولیسو د معلوماتو مطابق د شهیدانو تعلق د لکي مروت او ټانک سره ښودل کېږي. د ایف سي اهلکار د آئل او ګیس په مول نومې کمپنۍ کښې په فیلډ سیکیورټي ډیوټۍ مامور وو.
د ګرګرۍ تاڼې په حدودو کښې د ټیري ګرګرۍ پر سړک د ایف سي اهلکار په ویګو/ډاټسن ګاډي کښې د ګرګرۍ څخه روان وو چې د تختو الګډي په ځائ کښې وسله والو کسانو د غره له څوکې څخه پرې ډزې وکړې. په شهیدانو کښې د ۲۷۲ پلاټون لانس نائیک محمود شاه، سپاهي شاهد، سپاهي راؤف او ډرایور شاه پور شامل دي.
سیکیورټي فورسز په سیمه کښې د لټون عملیات پیل کړي دي. د پوسټ مارټم څخه وروسته به د شهیدانو مړي د دوی پلرنیو سیمو ته ولېږدول شي. تر اوسه پورې هېڅ څه ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
دا هم واضحه ده چې تېره شپه د لکي مروت ښار د سعید خیل په محله کښې د رېلوې سټیشن په سیمه کښې د فرنټیر کور بولان اهلکار عطاء الله ولد محمد د ترهګرو لخوا په ډزو شهید کړی شوی دی. هغه په رخصتۍ کور ته راغلی و.
نن سهار د لکي مروت په رېلوې سټیشن محله کښې د لکي پل سره دوه مړي موندل شوي دي چې په ډزو وژل شوي دي. تر اوسه د مړو پېژندنه نه ده شوې.
په ورته وخت کښې د خیبر پښتونخوا په یوې بلې جنوبي ضلعې ټانک کښې نامعلومو وسله والو کسانو د ایف سي لپاره د سامان رسوونکي ډرایور تښتولی دی. ډرایور عرب خان په زرنج کښې سبزۍ، مېوې او نور سامان رسولو. عرب خان د ګره پتھر سره نږدې له مین سړک څخه تښتول شوی دی. عرب خان د ایف سي لپاره سامان د منزۍ کېمپ ته وړلو. تښتول شوی کس نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.