د پاکستان د موسمياتو څانګې د ګل (دوشنبې) راهیسې په ټول پاکستان کښې د لا زیاتو بارانونو وړاندوينه کړې. د ورانونکې مونسون د موسم له امله د مړو شمېر ۳۰۱ ته رسېدلی دی.
د مړو په دې شمېر کښې ۱۴۱ ماشومان شامل دي او په ټول هېواد کښې ۷۵۹ کسان ټپیان شوي دي.
پنجاب تر ټولو ډېر ځپل شوی دي. چې ۱۶۲ تنه پکې مړه شوي دي. ورپسې خېبر پښتونخوا (۷۱)، سیند (۲۸)، بلوچستان (۲۰)، ګلګت بلتستان (۱۰)، اسلام اباد (۸) او آزاد کشمیر کښي (۲) کسان مړه شوي دي.
د جون له ۲۶مې نېټې راهیسې سېلابونو او سختو بارانونو د پاکستان په څو سیمو کښې سخت ورانی او بې ځایه کېدل رامنځته کړي دي. په ټولیزه توګه ۱،۶۷۶ کورونه اغېزمن شوي دي. چې ۵۶۲ یې په پورا توګه ویجاړ شوي او ۱،۱۱۴ نورو ته یې قسمي زیان رسېدلی دی. سېلابونو ۴۲۸ څاروي هم له منځه وړي دي.
د قدرتي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره (NDMA) په ځواب کښې ۲۲۳ پراخ ژغورنکي عملیات کړي او ۲،۸۸۰ کسان یې ژغورلي دي. تر ۱۳،۴۶۶ زیات د مرستې سامانونه، چې خېمې، خواړه، کمپلې او طبي سامان پکې شامل دي، اغېزمنو ټولنو ته وېشل شوي دي. ۷۱ طبي کیمپونه جوړ شوي. چې ۵۷۷ کسانو ته پکې درملنه شوې ده. د صوبائی او مرکزي ادارو په ګډون مرستندویه هڅې روانې دي.
دې بحران ته په کتو سره د پاکستان د موسمياتو څانګې د اګست له ۴مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې د شمالي او مرکزي سیمو، د آزاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان په ګډون په زیاترو برخو کښې د پراخو سختو بارانونو او ممکنه سېلابونو خبرداری ورکړی دی. د مونسون دا نوې څپه د دې وېرې سبب شوې. چې وضعیت به نور هم خراب شي.