د باجوړ د امن جرګې مشرانو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترمنځ د څو پړاوونو له خبرو اترو وروسته د اوربند تړون لاسلیک شو. دا تړون د اتوار (یکشنبې) په ماښام د مغرب له لمانځه وروسته لاسلیک شو. دا اوربند به تر هغې وي. چې د خبرو اترو له لارې د شخړې بشپړه هواری وموندل شي.
د باجوړ امن جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید، د خبرو اترو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. خو د جرګې سرچینو وویل چې TTP د ولسي سیمو پرېښودو ته چمتوالی وښود، چې د جرګې یوه مهمه غوښتنه وه.
خبرې اترې پر دې وې، چې طالبان یا افغانستان ته ستانه شي یا که یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه جاري ساتله، نو غرنیو سیمو ته لاړ شي. د خبرو اترو درېیم پړاو د لويي ماموند په تحصیل کښې وشو او څو ساعته یې دوام وکړ.
رشید د اوه ساعته غونډې له پایلو خوښي څرګنده کړه. خو تر اوسه یې جزییات نه دي په ډاګه کړي، تر څو له چارواکو سره تر لیدو وروسته یې په اړه معلومات ورکړي. په عین حال کښې د سلارزي تحصیل د ټانګي اوسیدونکو له چارواکو غوښتي، چې د دوی په سیمه کښې دې امنیتي چیک پوسټ پاتې شي. ځکه د دې چیک پوسټ د لرې کیدو په صورت کښې دوی د خپل ځان امنیت ته اندیښمن دي.