به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان پوځ د عصري جنګي چورلکو (Z-10ME) په شاملولو سره خپل هوایي ځواک پیاوړی کړی دی. د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل سید عاصم منیر نن په ملتان کښې د دغو چورلکو د شاملولو په مراسمو کښې وویل چې دا کار د پوځ د هوایي بېړۍ د عصري کولو لپاره یو مهم ګام دی.

د Z-10ME جنګي چورلکه په هر ډول موسم کښې کار کولای شي. دا چورلکې پرمختللي راډار او الیکټرونیکي جنګي وسایل لري چې ورسره کولای شي شپه او ورځ په ډېر دقت سره بریدونه وکړي. لوی درستیز د مظفرګړ په دښت کښې د دغو چورلکو د وسلو یوه ازموینه ولیدله او د هغوی وړتیاوې یې له نږدې وڅارلې چې څنګه د ځمکني او هوایي ګواښونو سره مقابله کوي.

لوی درستیز په ملتان کښې د پوځي ځواک د عملیاتي چمتووالي او روزنیزو فعالیتونو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل. هغه د پوځ د چمتووالي د لوړې کچې څخه خوښي څرګنده کړه او د ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د پاکستان پوځ ژمنتیا یې تکرار کړه. د ملکي ټولنې له غړو او پوهانو سره په یوه ناسته کښې لوی درستیز د ملي یووالي او د هایبرډ ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ټول ملت په ګډون ټینګار وکړ.

د Z-10ME چورلکو شاملول د پاکستان پوځ ته دا وړتیا ورکوي چې د جګړې د نویو سناریوګانو په وړاندې غبرګون وښیي. لوی درستیز د پوځیانو مسلکي او جنګي وړتیاوې وستایلې او ویې ویل چې د ګډو وسلو د تاکتیکونو بریالۍ ازموینه د پوځ پر ژمنتیا دلالت کوي چې په جګړه کښې پرېکنده پوځي برلاسی وساتي.

نور ولولئ