به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

پوليسو د خبر ورکړی دي چي په لکي مروت کښې د یوه ډرون برید له امله لږ تر لږه پنځه ماشومان وژل شوي او دولس نور کسان ژوبل شوي دي.

د لومړۍ معلوماتي راپور (FIR) له مخې دا ډرون برید د لنگر خېل په سیمه کښې شوی و. په برید کښي یو ماشوم چې عمر یې ۸ یا ۹ کاله و وژل شوی او بل ماشوم چې عمر یې ۷ یا ۸ کاله و، سخت ژوبل شوی دی. راپور زیاتوي چې د مړو شمېر نور هم زیاتېدی شي.

پولیسو وروسته تایید کړه چې په دې پېښه کښې پنځه ماشومان وژل شوي او ۱۲ کسان نور ټپیان دي.

په یوه بله جلا پېښه کښې یو ډرون مرمي د لکي مروت په شیخه خېل کلي کښې پر یوه کور لګېدلی. چې له امله یې یو سړی وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

پیژندل شوي کسان عزیزالله، خانزاده بي بي، او رضیه بي بي دي. مړي او ټپیان د ښار روغتون ته لیږدول شوي دي.

نور ولولئ