په ملګرو ملتونو کښې یوې نوې رپورټ خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې ښايي په جنوبي اسیا کښې د هند او پاکستان ترمنځ له زیاتو شویو تاو تریخوالو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. دا رپورټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی دی. په رپورټ کښې ویل شوي چې د هند تر قبضې لاندې کشمیر کښې د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه د یوه برید نه وروسته، چې د هند او پاکستان ترمنځ یې لنډ مهاله خو سخت تاو تریخوالی رامنځته کړ. په دې سیمه کښې د ترهګرۍ خطر نور هم زیات شوی دی.
دا رپورټ د جنوري نه تر جون ۲۰۲۵ پورې د حالاتو جاج اخلي او په ګوته کوي چې ترهګرې ډلې به د سیمه ایز بې ثباتۍ څخه په ګټې اخیستنې خپل نفوذ نور هم وغځوي او بریدونه به وکړي.
په رپورټ کښې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوم یاد شوی چې له افغانستان څخه د عملیاتو او لوژستیکي چارو پوره ملاتړ ترلاسه کوي. د TTP شاوخوا ۶،۰۰۰ جنګیالي لري او د اسلامي دولت خراسان (IS-K)، القاعدې او بلوڅ بېلتونپالو ډلو سره یې اړیکې شته. رپورټ وایي چې TTP بلوڅ بېلتونپالو او القاعده ته روزنه هم ورکوي.
رپورټ IS-K په سیمه کښې تر ټولو لویه ترهګریزه ډله بولي چې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري. IS-K په افغانستان، منځنۍ اسیا او روس کښې غړي جذبوي، د شیعه ګانو، بهرنیانو او د طالبانو د چارواکو په نښه کوي او حتی ماشومان د ځانمرګو بریدونو لپاره روزي.
د القاعدې شتون په افغانستان کښې کم شوی، خو بیا هم دا ډله نړیوالې موخې لري او د دوی څانګه، چې القاعده په هند نیمه لویه وچه کښې ده، نوره هم پیاوړې شوې ده.
رپورټ د پهلګام پر برید هم اندېښنه ښودلې چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي وو. که څه هم د (The Resistance Front – TRF) په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی و. خو وروسته یې له ادعا لاس واخیست. رپورټ وايي چې د غړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه اختلاف دی چې ایا TRF د لشکر طیبه (LeT) سره اړیکې لري او ځینو هېوادونو ویلي چې لشکر طیبه فعاله نه ده.
رپورټ په پای کښې د افغانستان د طالبانو پر رژیم نیوکه کوي چې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو لپاره یې یو مناسب او خوندي چاپیریال رامنځته کړی. چې دا کار سیمه ایز او نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښوي. په جنوبي اسیا کښې د هند او پاکستان ترمنځ روان تاو تریخوالی، د دې ډلو له عملیاتي وړتیاوو سره یو ځای، په سیمه کښې یو بې ثباته امنیتي وضعیت رامنځته کړی.