به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د لکي مروت د پولیسو د شهیدانو کورنیو اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له څلورمې د پولیسو کوم چې د شهیدانو ورځ ده. ۱۴ اګست چې د ازادۍ ورځ ده. هغوي وايي چي دوي به د ۴ اګست نه د ۱۴ اګست پورې د ټولو دولتي مراسمو په مکمله توګه بایکاټ وکړي.

د دغو کورنیو غړو ویلي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شهادت په پیکج (شهداء پیکج) کښې له شاملېدو سره سره تر اوسه ورته خپل قانوني او اساسي حق نه دی ورکړل شوی.

د شهیدانو وارثینو په خپله احتجاجي اعلامیه کښې ویلي چې یوازې پر قبرونو حاضرېدل، ګلونه اېښودل او خوږې وېشل د دوی د زخمونو درمان نه شي کولی. دوی غوښتنه کړې چي مونږ ته د ژوندیو انسانانو حقوق راکړئ. یوازې په دعاګانو او تشو وعدو ګزاره نه کېږي.

د شهیدو پولیسو د کورنیو غوښتنه کړې چې د خیبر پښتونخوا  وزیراعلیٰ او د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي مفتش (IGP) باید سمدستي د شهادت د بستې لاندې ټول واجبات، دولتي دندې، امتیازات او نورې ژمنه شوې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. تر څو د دوی کورنۍ په باعزته توګه ژوند وکړي.

په دې موقع د شهیدانو کورنیو د سوله ییز احتجاج ثبتولو او لوړ پوړو چارواکو ته د خپل غږ رسولو هوډ څرګند کړ.

متاثره کسانو ویلي چي زمونږ بایکاټ یوازې پیل دی. که مونږ ته خپل حق رانه کړل شو نو د احتجاج ساحه به پراخه کړو.

نور ولولئ