د ایف آئی اے بلوچستان سیمې په بیلابیلو چاپو کښې د حوالې او غیر قانوني کرنسي تبادلې په تور ۱۶ تنه نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کښې محمد رمضا، احمد، عبدالکریم، خیر محمد، عبدالاحد، رحمت الله، عبدالباقي، علاؤالدین، عبدالمالک، عبدالصمد، سید ګل، مهدي، سعید خان، حاجي نذیر، حاجي عبدالواحد، او اسدالله شامل دي.
دا کسان د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کښې د چاپو پر مهال نیول شوي دي.
د چاپو په جریان کښې له نیول شویو کسانو څخه په ټولیز ډول ۳۹ لکه ۶۱ زره پاکستانۍ روپۍ او بېلابېل بهرني کرنسي ترلاسه شوي دي. په بهرنیو اسعارو کښې ۶۰۴۷.۹ میلیونه ایراني ریال، ۱۵ لکه ۵۶ زره عراقي دینار، ۸۸۰۰ افغانۍ، ۱۰۰۰ کوریایي وان، ۴۰۰ ترکي لیره، او ۱۴۴ امریکایي ډالر شامل دي.
همدارنګه له نیول شویو کسانو څخه موبایل فونونه او د حوالې په اړه نور شواهد هم ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان د ترلاسه شویو کرنسي په اړه چارواکو ته قناعت بخښونکی ځواب نه دی ورکړی او اوس ترې څېړنې پیل شوې دي.