د بنو په نوروړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوي، چې په پایله کې یې دوه وسله وال وژل شوي دي.
دا عملیات، چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي، په سیمه کې د پاتې وسله والو د نیولو لپاره دوام لري.
دا عملیات وروسته له هغه ترسره کیږي چې په دې سیمه کې څو ترهګریز بریدونه شوي دي. په جلا جلا پېښو کې، د جمیعت علما (س)د سب ډویژن پخوانی عمومي سکرټر ډاکټر سید ولي په دراګي سیمه کې وژل شوی، او د یوولسم جماعت زده کوونکی دین ولي په جانی خیل نورونګ خیل کې په خپل کور کې ووژل شو۔.
ډاکټر ولي، چې د امنیتي ستونزو له امله چشمایي ته کډه شوی و، د خپل پلرني کور د کار لپاره د لیدنې پر مهال وتښتول شو او په خالي کور کې ووژل شو. دین ولي، چې د یوه مزدور زوی و، د خپلې مور په وړاندې ډزې پرې وشوې
