به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د پاکستان د سمندري چارو مرکزي وزیر محمد جنید انور چوهدري نن اعلان وکړ چې د پاکستان د بېړۍ چلونې ملي شرکت (PNSC) او د چین د شاندونګ شینشو ګروپ (Shandong Xinxu Group) ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

وزیر وویل چې دا تړون د پی این ایس سي عمومي رییس او د شاندونګ شینشو ګروپ رییس لاسلیک کړی دی. نوموړي وویل چې دا د پاکستان او چین ترمنځ د سمندري چارو په برخه کښې د همکارۍ پراختیا لپاره یو مهم ګام دی. چوهدري د تړون لاسلیک کولو پر مهال وویل چې دا تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو نښه ده او د پاکستان د بېړۍ چلونې په سیکټر کښې به د راتلونکو پانګونو او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا همکاري به نه یوازې سیمه ایزه سوداګري او نښلښت زیات کړي بلکې په نړیواله کچه به د پاکستان موقف هم لوړ کړي. دا شراکت د دواړو هیوادونو قوتونه سره یوځای کوي او د دوی اقتصادي موخې د متقابلو ګټو لپاره تنظیموي.
دا تړون د پی این ایس سي چې په کراچۍ کښې د پاکستان ملي شرکت دی او د شاندونګ شینشو ګروپ چې د چین یو اولني شرکت دی او په نړیواله سوداګرۍ او بېړۍ چلولو کښې کار کوي او مرکز یې د شاندونګ صوبه په زیبو ښار کښې دی. ترمنځ هر اړخیزه همکاري په ګوته کوي. دا همکاري به د سوداګریزو کارګو بېړیو، لکه د مایع بار وړونکو ټانکرونو، د وچو توکو بار وړونکو بېړیو او کانټینر بېړیو په پلورلو او پیرلو کښې ګډې پانګونې شاملې کړي. چې دا به د ګډو او انفرادي مالکیت ماډلونو لاندې وي او د ګټې او زیان شریکولو ترتیب به هم ولري.

برسېره پر دې شاندونګ شینشو ګروپ به پی این ایس سي ته د مختلفو چارټر میکانیزمونو لکه د وخت، سپاټ او بیربوټ چارټر له لارې بېړۍ په اجاره ورکړي. پی این ایس سي به د بېړیو لپاره هراړخیز سوداګریز، تکنیکي او اداري مدیریت خدمات هم وړاندې کړي. چې پکې به چارټرینګ، بازار موندنه، ساتنه او تنظیمي اطاعت شامل وي. تر ټولو مهمه دا چې په دې تړون کښې د شاندونګ شینشو ګروپ لخوا پی این ایس سي ته د بېړیو او نورو فلوټینګ پلیټ فارمونو کښې د پانګونې لپاره د تمویل شرایط هم شامل دي. چې دا ټول به د سوداګریزې پلوه سیالي کونکي شرایطو لخوا اداره کیږي ترڅو دوه اړخیزه ګټه او مالي ثبات یقیني شي.

وزیر چوهدري دا تړون د متقابل باور او همکارۍ چوکاټ په توګه بیان کړ. چې د پاکستان په سمندري سیکټر کښې د پانګونې لپاره یو مناسب چاپیریال رامینځته کوي. تمه کیږي چې دا تړون به د پاکستان د بېړۍ چلونې وړتیاوې د پام وړ عصري او پراخې کړي.

نور ولولئ