د هند هوايي ځواک (IAF) چمتو دی چې د ستمبر په میاشت کښې خپلې پاتې مګ-۲۱ جنګي جېټ الوتکې له کاره وباسي. دا الوتکې چې د شپږو لسیزو راهیسې یې د IAF لپاره خدمت کړی. په رسمي ډول به د ستمبر په ۱۹ مه د چندیګړ په هوايي اډه کښې وباسي.
دا پریکړه له هغه وروسته وشوه چې لږترلږه څلور مګ-۲۱ سکواډرنونه د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ تقاعد شول. د مګ-۲۱ بایسن پاتې دوه فعال سکواډرنونو تقاعد به د IAF فعال جنګي سکواډرن ځواک له ۳۱ څخه ۲۹ ته نور هم کم کړي. د دې الوتکو د ایستلو پلان په اصل کښې د ۲۰۲۲ کال لپاره و. خو د بدیل الوتکو، لکه د هندي ساخت ټیجس جنګي جېټ الوتکې، د ناوخته شاملیدو له امله وځنډول شو.
په ۲۰۱۹ کال کښې یو مګ-۲۱ د پاکستان لخوا راوغورځول شو. چې پایلټ یې ابهینندن ورتهامن ونیول شو.
مګ-۲۱ الوتکې چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې په بېلابېلو نسخو کښې استعمال شوې وې. د هند لپاره د یوې مهمې جنګي جېټ الوتکې په توګه خدمت کړی. په تېرو دریو لسیزو کښې له ۱۰۰ زیاتې یې بایسن بڼې ته لوړې شوې. چې د الوتنې بریښنايي وسایل او نور سیسټمونه یې ښه شول. خو د انجن په فعالیت او د بار وړلو ظرفیت کښې محدودیتونه، د الوتکې د عمر له امله پاتې وو.
سره له دې چې په تېرو جګړو کښې یې د پام وړ رول درلود، مګ-۲۱ د ډېرو غورځېدنو سره هم تړلې ده چې له امله یې له ۱۰۰ څخه زیات پایلټان او ځینې ملکي وګړي مړه شوي دي.
وروستي غورځېدنې د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کښې د سورتګره نږدې یوه پېښه ده. چې درې ملکي وګړي یې ووژل او بله په ۲۰۲۲ کال په جولای کښې وه، چې له امله یې دوه پایلټان مړه شول. د IAF لخوا د مګ-۲۱ الوتکو د تقاعد پلان د هند هوايي ځواک لپاره د یوې دورې پای په ګوته کوي.