په ټانک کښې د ګومل تاڼې په رغزۍ کلي کښې د مارټر مرمۍ لګېدو له امله دوه ماشومان شهیدان شوي دي.
دا پېښه د نهې (سې شنبې) په ورځ شوې کله چې دا دواړه ماشومان له کوره مدرسې ته روان وو. ناڅاپه یو مارټر ګولۍ (د هاوان مرمۍ) ورته راوغورځېده. چې له امله یې دواړه ماشومان پر ځای مړه شول. شهیدان شوي ماشومان شپږ کلن عرفات او شپږ کلن شعیب دي. ریسکیو کارکوونکو سمدستي عملیات وکړل او د دواړو ماشومانو مړي یې د قانوني پروسې او پوسټ مارټم لپاره د ټانک ضلعې مرکزي روغتون ته ورسول.
د دې دردناکې پېښې وروسته د سیمې خلکو سخت احتجاج وکړ او وزیرستان ته غځېدلې مرکزي لاره یې په کوړ نومي ځای کښې د هر ډول ترافیکو پر مخ وتړله.
د شهیدانو کورنیو او سیمه ییزو خلکو د مړو سره یوځای په کوړ کښې کلک احتجاج وکړ او د وزیرستان-ټانک سړک یې د هر ډول ترافیکو لپاره بند کړ. احتجاج کوونکو له چارواکو وغوښتل چې د دې پېښې پلټنه وکړي او د مسؤلینو پر ضد اقدام وکړي.