به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

د پاکستان (NDMA) په وینا د روانو بارانونو له امله د مړو شمیر ۲۲۱ ته رسیدلی دی. چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې پنځه نور کسان مړه شوي دي. په دې تازه پېښو کښې دوه نارینه او درې ماشومان شامل دي او لس نور کسان ټپیان شوي دي.

سختو بارانونو په ټول هېواد کې پراخه تباهي رامنځته کړې ده. چې د سېلابونو، ځمکې ښویېدنو او برېښنا لګېدنو لامل شوي. په ځانګړي ډول غرنۍ سیمې یې زیاتې اغېزمنې کړې دي. د پنجاب صوبه تر ټولو ډېر زیانمن شوی دي. چې ۱۳۵ کسان پکې مړه شوي او ۴۷۰ نور ټپیان شوي دي. دا پېښې د ودانیو نړېدو، ډوبېدو او برېښنا لګېدو له امله رامنځته شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کښې ۴۰ تنه مړه او ۶۹ تنه ټپیان شوي دي. په سند کښې ۲۲ تنه مړه او ۴۰ تنه ټپیان شوي، په بلوچستان کښې ۱۶ تنه مړه شوي، په آزاد کشمیر کښې یو تن مړ او شپږ تنه ټپیان شوي او په ګلګت بلتستان کښې درې تنه سطحي ټپیان شوي دي. په اسلام اباد کښې هم یو تن مړینه ثبت شوې ده.

این ډي ایم اي راپور ورکړی چې د بارانونو موسم له پیل راهیسې څه باندې ۸۰۰ کورونه زیانمن شوي او ۲۰۰ څاروي له منځه تللي دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۵ کورونه نړېدلي او پنځه نور څاروي مړه شوي دي. زیانونه پراخ دي او په ټولو اغېزمنو صوبو کښې په پراخه کچه بشپړ او نیمګړي ویجاړ شوي کورونه راپور شوي دي.

د بابوسر ټاپ ته نږدې یوې سختې وریځې ځمکې ښویېدنه رامنځته کړې ده چې ډېرې لارې یې بندې کړې او سیلانیان یې بند پاتې کړي دي. د ژغورنې هڅې روانې دي او اغېزمن شوي کسان په خوندي توګه لیږدول شوي دي. د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) د هېواد په ډېرو برخو کښې د پراخو بارانونو او تالندي وریځو خبرداری ورکړی دی، چې په څو سیمو کښې د سېلابونو، ځمکې ښویېدنو، او ښاري سېلابونو خطر زیات دی.

چارواکي له خلکو په ځانګړي ډول په زیانمنو سیمو کښې له اوسیدونکو، غوښتنه کوي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي. د PMD وړاندوینه کوي چې په راتلونکو ورځو کښې به هم درانه بارانونه دوام وکړي. د بارانونو موسم که د کرنې لپاره حیاتي دی. په وروستیو کلونو کښې د چټک ښاري کیدو، ناکافي اوبو ایستلو سیسټم او د اقلیمي بدلونونو له امله د زیاتو سختو هوايي پېښو له امله نور هم سخت شوی دی.

نور ولولئ