به‌روزرسانی دربارهٔ7 hours ago

په خيبر پښتونخوا چارسدې ضلعې، کندې بټو سيمه کښې د ډزو په يوه پېښه کښې مولوي ابراهيم شهيد شوی او يو ملګری يې سخت ټپي دی.

دا خواشينوونکې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې مولوي ابراهيم له تنګي څخه پړانګ غار ته روان و.

پوليسو ويلي چي نامعلومو وسله والو کسانو پر لاره د مولوي ابراهيم پر موټر ډزې وکړې. د ډزو په پايله کښې مولوي ابراهيم پر ځای شهيد شو او ملګری يې سخت ټپي دی.

د مولوي ابراهيم مړی د پوسټ مارټم لپاره د تنګي روغتون ته وړل شوی دی. د ټپي کس حالت نازک دی او پېښور ته لېږدول شوی دي. هلته ورته درملنه کېږي.

پوليسو د نامعلومو وسلوالو کسانو پر ضد د پېښې راپور (اېف آئي آر) درج کړی او نورې پلټنې يې پيل کړې دي.

نور ولولئ