د سیمه ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلعو کښې د غنډه میله په سیمه کښې پر پوځي کاروان برید شوی دی.
په دې برید کښې لږ تر لږه اته امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.
ترهګرو د اورکزو سکاوټس کاروان هغه مهال په نښه کړ کله چې دوی له سیمې څخه تېرېدل.
پولیسو زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کښې یو شمېر بریدګر وژلي دي خو تر اوسه یې د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی تایید کړی.
د برید په سیمه کښې د لوړ پوړو پولیسو چارواکو او امنیتي ځواکونو په شتون کښې د پاکولو عملیات روان دي.