د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د یکشنبې په ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د دې مهمو خبرو اترو اصلي موضوع د ازبکستان، افغانستان او پاکستان (UAP) ریل پټلۍ پروژې د چوکاټ تړون پرمختګ و.
دواړو مشرانو د دې ریل پټلۍ پروژې پر اوسني حالت او راتلونکو ګامونو خبرې وکړې. چې د سیمې لپاره خورا مهمه بلل کیږي.
د خبرو پر مهال دواړو بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د شنګهای همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډې پر مهال به په چین، ټیانجن ښار کښې بیا سره وګوري. تمه کیږي چې دا ملاقات به سیمه ایزې اړیکې او اقتصادي همکارۍ ته نور هم وده ورکړي.
