غلام اکبر مروت
ده خيبر پښتونخوا لکي مروت ضلع تحصيل تهجوړي کښې د اتوار په ورځ يوه زوروره چاودنه شوې. چې پکې د مروت بټني قومي تحريک چيئرمېن انعام الله موټر په نښه شوى دى. دا چاودنه د سړک غاړې ته د ښخ شوي بارودي موادو (IED) په واسطه شوې. چې د ريموټ کنټرول بريد بلل کېږي.
په دې حمله کښې له نيکه مرغه انعام الله روغ رمټ پاتې شو. خو د هغه په کاروان کښې شامل يو تن په ځاى مړ شو او ګڼ شمېر نور کسان ژوبل شول. ژوبل شوي کسان سمدستي د ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږدول شول. چې هلته ورته طبي مرستې ورکول کېږي.
د چاودنې خبر تر رسېدو وروسته د ريسکيو او پوليسو ټيمونه د پېښې ځاى ته ورسېدل او ټوله سيمه يې کلابنده کړه. پوليسو پراخ لټون عمليات پيل کړي. ترڅو حمله کوونکي ومومي او امنيتي وضعيت ښه کړي.
دا چاودنه په داسې وخت کښې شوې. چې په سيمه کښې له پخوا څخه امنيتي اندېښنې موجودې وې. امنيتي چارواکو تحقيقات پيل کړي دي.