د پنجشنبې پر شپه په لورالاي کښې د بندیز لګول شوې بلوڅ لېبریشن آرمي (BLA) وسله والو له مسافرو موټرو څخه ۱۲ کسان ښکته کړل او ووژل شول. دا ټول قربانیان د پنجاب اوسېدونکي وو.
دا پېښه د لورالاي، ډېره غازي خان پر سړک د مېختار په سیمه کښې د پنجشنبې په شپې له نیمې شپې لږ مخکې شوې ده.
ځايي سرچینو ویلي چي وسله والو له دریو بېلابېلو بسونو څخه مسافر د پېژندنې وروسته ښکته کړي وو.
ویل کېږي ترهګرو د موساخېلو او لورالاي ترمنځ پر سړک پوستې جوړې کړې وې.
لومړني راپورونو ویلي وو چې لږ تر لږه ۱۰ مسافر تښتول شوي دي. د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند هم پېښه تایید کړې او ویلي یې وو چې عملیات پیل شوي دي. خو وروسته راپورونه ورکړل شول چې د قربانیانو شمېر ۱۲ دی او ټول په ډزو وژل شوي دي.
یوه دفاعي شنونکي (خبریال) ته ویلي چې دا ډول پېښې توکمیزې ځورونې ته ورته دي. دغه شنونکي زیاته کړه چې دا وژنې په بلوچستان کښې د پنجاب میشتو خلکو یا پنجاب ته تلونکو مسافرو د وژلو د یوې لویې لړۍ برخه ده.
په وروستیو کلونو کښې په بلوچستان کښې دا ډول څو پېښې شوې دي. د روان کال په فرورۍ میاشت کښې په برخان کښې لږ تر لږه ۷ پنجاب ته تلونکي مسافر له موټرو ښکته او ووژل شول.
د ۲۰۲۴ کال په اپریل کښې په نوشکي کښې له موټرو ښکته کیدو وروسته ۹ پښتانه ووژل شول. په داسې حال کښې چې په کېچ کښې دوه پښتانه کارګران په ډزو ووژل شول.
د هم دې کال په مې میاشت کښې ګوادر ته نږدې ۷ پنجابۍ حلاقه کوونکي (خاښه) ووژل شول. په داسې حال کښې چې په موساخېلو کښې ۲۳ مسافر په ډزو ووژل شول.