به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

په باجوړ کښې د پنجشنبې په ورځ د نامعلومو کسانو په ډزو کښې د عوامي نیشنل ګوند د مشر مولانا خان زیب په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

خان زیب د امن پسون لپاره پر کمپاین بوخت و چې د باجوړ په شنډۍ موړ سیمه کښې پرې ډزې وشوې. په دې پېښه کښې لږ تر لږه یو بل کس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د ANP مشر په باجوړ کښې د جولای په ۱۳ مه د امن پاسون لاریون څخه مخکې خپل کمپاین پرمخ وړه.

د خان زیب د موټر هغه ویډیوګانې چې د مرمیو په سوري سوري وې. په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې وې. هغه په دې پېښه کښې سخت ټپي شوی و او یوه سیمه ییز روغتون ته وړل شوی و. چې هلته یې ساه ورکړه.

خان زیب په ۲۰۲۴ کال کښې په عمومي انتخاباتو کښې د باجوړ څخه د قامي اسمبلۍ نمايند وه.

باجوړ په وروستیو اونیو کښې د څو ترهګریزو بریدونو صحنه وه. یوه وروستۍ چاودنې د سیمې د مرستیال کمشنر ژوند هم اخیستی و.

په ۲۰۲۳ کال کښې په باجوړ کښې د جمیعت علمائے اسلام پر یوې غونډې برید ۴۴ کسان وژلي او له ۲۰۰ څخه ډیر نور یې ټپیان کړي وو.

Author

نور ولولئ