د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مشر (DG ISPR) د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۹مه نېټه الجزیره ته په يوه ځانګړې مرکه کښې څرګنده کړه چې هند د ریاستي کچې ترهګرۍ له لارې د پاکستان په خاوره کښې ناامنۍ ته وده ورکوي. هغه د مشخصو نومونو، ثبوتونو او ترهګریزو فعالیتونو یادونه وکړه او وویل چې د هند استخباراتي اداره را (RAW) په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کښې د وسلهوالو بغاوتونو ملاتړ کوي.
ډي جي آئي اېس پي آر وویل چې هند په رسمي توګه د پاکستان په ځانګړې توګه په بلوچستان کښې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې یو تن، اشوک کمار انات د را لپاره کار کوي او د ترهګرو د ملاتړ، تمویل او همغږۍ رول لري. د وزیرستان هغه بمي چاودنه چې پکې ۱۶ پوځيان شهیدان شول. د هند له ملاتړ سره تړاو لري.
د پوځ ویاند وویل چې هند د بغاوتونو د ملاتړ اوږد تاریخ لري. ده یادونه وکړه چې په ۱۹۷۱ کال کښې هند د مکتي باهني ملاتړ وکړ. چې له امله یې ختیځ پاکستان جدا شو. دا د هند دايمي پاليسي ښيي چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو بې ثباته کولو ته ژمن دی.
ډي جي آئي اېس پي آر څرګنده کړه چې نه یواځې پاکستان بلکې امریکا او کینیډا هم د هند د پاکستان ضد مداخلې اعتراف کړی. دا اعترافات دا ښيي چې هند په نړیواله کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
د هند لخوا تمویلېدونکو ترهګرو ته ډي جي آئي اېس پي آر فتنه الهنډ نوم ورکړ او ویې ویل چې دا ترهګر د هند له خوا تمویل، وسلې ورکول او لارښوونې ترلاسه کوي.
ده وویل چې هند د سرفراز بنگلزئی له لارې لږ تر لږه ۷۰ ترهګرو ته مالي مرسته کړې او د بلوچ مېرمنو څخه یې د تخریبي کارونو لپاره ګټه اخیستې. ملک فریدون یو بل کلیدي شخصیت دا مهال د هند په روغتون کښې تر درملنې لاندې دی.
د BLA (بلوچ لبریشن آرمي) له خوا د می ۱۱ نېټې اعلامیه کښې راغلي چې که هند د پاکستان د ختمولو هڅه وکړي نو BLA به یې بشپړ ملاتړ وکړي. د دې ډلې ویاند بهوت بلوچ هم په یو هندي چینل کښې د خضدار، جعفر ایکسپریس او نورو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست.
مفتی نور ولي چې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. د هند له خوا ورته مالي او استخباراتي مرسته برابریږي. ډي جي آئي اېس پي آر وویل چې دا مرسته ده ته دا توان ورکوي چې بریدونه وکړي.
د ډي جي آئي اېس پي آر د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې د هند په ملاتړ ۵،۴۳۶ ترهګریز بریدونه شوي. چې پکې ۱۹۸۷ ترهګر د پاکستان امنیتي ځواکونو له منځه وړي دي. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول د دغو ټولو بریدونو اصلي طراح بلل شوی او هغه د پاکستان دننه او بهر د هدفي وژنو همغږی کوونکی دی.
ډي جي آئي اېس پي آر په ټینګه وویل چې نړیوالې ادارې باید د هند د ترهګرۍ ملاتړ ته پام وکړي او دا خطرناک عملونه وغندي. پاکستان به د خپلو خلکو او سرحدونو ساتنه جاري وساتي.