به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په پاکستان کښې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۷ تنو ته رسېدلی او ۱۴۹ نور کسان ټپیان شوي دي. دا معلومات د قدرتي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) لخوا ورکړل شوي دي.

د NDMA د راپور له مخې چې د جولای له ۲۶مې څخه د جون تر ۹مې نیټې پورې معلومات ښیي. د دې مړو څخه ۳۰ په خیبر پښتونخوا کښې ثبت شوي دي. په ورته وخت کښې په پنجاب کښې ۲۹ مړینې، په سند کښې ۱۶ مړینې، په بلوچستان کښې ۱۱ او په ازاد کشمیر کښې یوه مړینه ثبت شوې ده.

د دې مرګ ژوبلې ترټولو لویه وجه د کورونو نړیدل او بیا وروسته ناڅاپي سېلابونه ښودل شوي دي.

د پنجاب د قدرتي پېښو پر وړاندې د مبارزې صوبایي ادارې اعلان کړی چې په دې صوبه کښې به تر جولای ۱۳مې پورې درانه بارانونه دوام وکړي.

این ډي ایم اي هم اعلان کړی چې د کابل، سند، چناب او جهلم سیندونو د اوبو کچه مخ په لوړیدو ده. په تربیلا، کالا باغ، چشمه، تونسه، منګلا، ماراله او خنکي کښې د لږې کچې سېلابونو تمه کیږي.

په بلوچستان کښې بیا د جهل مګسي، کچي، سبي، قلعه سیف الله، ژوب او موسی خېل ضلعو په وياليې کښې هم د اوبو د کچې د پام وړ لوړیدو تمه کیږي.

له بلې خوا سخته ګرمۍ هم په شمالي سیمو کښې د یخچالونو ویلي کیدو ته چټکتیا ورکړې ده چې له امله یې زیانمنې سیمې د سېلابونو له خطر سره مخ دي.

Author

نور ولولئ