به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په تېرو ۱۱ ورځو کښې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د پاکستان په کچه لږ تر لږه ۷۲ کسان مړه شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي. دا معلومات د قدرتي پېښو د انتظام ملي ادارې (NDMA) لخوا ورکړل شوي دي.

د جون له ۲۷مې نېټې څخه د جولای تر ۷مې نېټې پورې د مړو شمېر تر ټولو ډېر په خیبر پښتونخوا (KP) کښې دی. چې ۲۸ کسان پکې مړه شوي دي. ورپسې په پنجاب کښې ۲۴، په سند کښې ۱۵، په بلوچستان کښې ۱۱، او په ازاد جمو او کشمیر (AJK) کښې څلور کسان مړه شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۶ نور کسان هم د باران له امله مړه شوي دي چې څلور په خیبر پښتونخوا او دوه  په سند کښې وو. درې کسان په سېلابونو، د کورونو غورځېدو، برېښنا لګېدو او په اوبو کښې ډوبېدو له امله ټپیان شوي دي.

این ډي ایم اي ویلي چې ۱۶۱ کورونه ویجاړ شوي او ۹۱ څاروي سېلابونو وړي دي. دې ادارې ۱۹ ژغورنې عملیات ترسره کړي. چې په پایله کښې یې ۲۳۳ کسان ژغورل شوي او اړمنو خلکو ته ضروري توکي وېشل شوي دي.

د بېړنيو حالاتو ملي عملیاتي مرکز (NEOC) تر جولای ۱۰مې نېټې پورې د لا زیاتو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی. ډېرې سیمې تر خطر لاندې دي. چې پکې پنجاب، سند، بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ازاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان شامل دي.

په چناب سیند کښې په ماراله او قادر آباد کښې د لږې کچې سېلابونو اټکل شوی دی. د سند، چناب، سوات، پنجکوره، چترال او هنزه په ګډون لویو سیندونو کښې د اوبو سطحې لوړېدو تمه کیږي او په شمال ختیځ پنجاب کښې په ځانګړي توګه د پیر پنجال غرونو څخه راوتلو سیندونو کښې د ناڅاپي سېلابونو لوړ خطر شتون لري.

د آزاد جمو او کشمیر جهلم سیند او د هغه فرعي سیندونه او د ګلګت بلتستان هنزه سیند او د هغه فرعي سیندونه هم تر خطر لاندې دي. جنوبي بلوچستان د کرتار غرونو څخه راوتلو سیندونو څخه د سېلابونو له خطر سره مخ دی. چې په ځانګړي توګه به آواران، خضدار، جهل مګسي، قلعه سیف الله او موسی خیل ضلعي اغېزمنې کړي.

Author

نور ولولئ