د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان پر ایران د امریکا بریدونه غندلي. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې دي. هغه زیاته کړه چې پاکستان په ټول دې بحران کښې له ایران سره په خپلو مرستو کښې ثابت قدم پاتې شوی دی.
ډار د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت کښې رسنیو ته وویل چې پاکستان له اسرایل سره د شخړې له لومړۍ ورځې راهیسې د ایران په ملاتړ قوي بیانونه خپاره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې لومړي وزیر شهباز شریف د بحران په اوږدو کښې د ایران له ولسمشر سره دوامداره اړیکه ساتلې ده.
ډار دا هم وویل چې د ایران په څېر له یو ورور اسلامي هېواد سره مرسته یوازې سیاسي نه بلکې اسلامي مسوولیت هم دی.
هغه دا هم زیاته کړه چې ایران د پاکستان ملاتړ له هر بل هېواد څخه مخکې منلی دي. چې دا د پاکستان د ملاتړ یوه نښه ده. هغه د ایران د پارلیمان هغه مثال هم یاد کړ چې د ولسمشر د وینا پر مهال یې مننه پاکستان شعارونه ورکول.
ډار زیاته کړه چې د ایران او اسرایل د جګړې له پیله د پاکستان دریځ او فعالیتونه ثابت دي. هغه وویل چې د پوځ مشر د بحران په جریان کښې له امریکا څخه انګلستان له لارې پاکستان ته سفر کاوه. ډار وویل چې هغه د پوځ مشر ته وړاندیز وکړ چې په استنبول کښې ودریږي ترڅو یو بیان خپور شي.
هغه زیاته کړه چې د پوځ مشر په امریکا کښې په خپلو غونډو کښې هڅه کړې چې ایران له دې بحران څخه په عزت مندۍ ووځي.
ډار وویل چې له اټکلونو سره سره کله چې امریکا د ایران پر ایټمي تاسیساتو برید وکړ. پاکستان له کوم ځنډ پرته یو بیان خپور کړ. هغه زیاته کړه چې یوازې دا چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې ښي کیږي. دا په دې معنی نه ده چې پاکستان به ناسم کار ومني.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا روښانه وه چې ایران به د اسرایل په وړاندې له غچ اخیستنې پرته ودریږي او دا خبره پاکستان ته د ډیپلوماټیکو لارو ابلاغ شوې وه.