به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په سوات سیند کښې د یو شمېر کسانو د غرقیدو وروسته لږ تر لږه اووه جسدونه موندل شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا ډایرکټر جنرل شاه فهد ویلي چي ستر ژغورونکي عملیات روان دي.
ښاغلي فهد رسنیو ته په یوه بیان کښې وویل چې د خلکو د اوبو لخوا د وړل کیدو راپورونو وروسته بیړنۍ ډلې سمدستي سیمې ته ورسیدې. د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونو په ټولو هغو سیمو کښې بشپړ غبرګون پیل کړی چیرې چې ډیر زیان رسیدلی دی.
ښاغلي فهد تایید کړه چي تر اوسه پورې د اوو کسانو جسدونه موندل شوي دي. عملیات د سیند په پنځو مهمو ځایونو کښې متمرکز دي. چیرې چې د لټون هڅې په سختو شرایطو کښې دوام لري.
د ریسکیو ۱۱۲۲ له ۸۰ څخه زیات روزل شوي کسان په دې عملیاتو کښې برخه اخلي. د سختو اوبو او سختې خاورې سره سره ټیمونه لا هم د ورک شویو کسانو په موندلو بوخت دي.
ښاغلي فهد د ټیمونو د زړورتیا او مسلکیتوب ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي د اوبو د شدت سره سره زمونږ د ژغورنې او مرستې فعالیتونه پرله پسې روان دي.
ځايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیند له غاړو او سیلاب ځپلو سیمو څخه لرې پاتې شي او د بیړنیو خدماتو لخوا خپرو شویو خوندیتوب لارښوونو ته غاړه کیږدي. وضعیت لا هم نازک دی ځکه چې د باران موسم شدت مومي. چې د ناڅاپي سیلابونو خطر ډیروي.

نور ولولئ