د ایران سفیر رضا امیري مقدم نن د پاکستان له حکومت او خلکو څخه د اسرائیل سره په وروستي جنګ کښې د هغوی د پوره ملاتړ له امله ژوره مننه وکړه.
سفیر مقدم پر ایکس (پخواني ټویټر) په یوه بیان کښې وویل چي په دې تاریخي او مهم وخت کښې چې د ایران لوی ملت یوه باعزته او پرېکنده بریا لمانځي. په پایله کښې یې پر دښمن یو عادلانه او قوي اوربند وتپل شو. زه غواړم د پاکستان حکومت او خلکو ته خپله له زړه څخه مننه وړاندې کړم.
سفیر په ځانګړې توګه د ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزیر محمد شهباز شریف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، او دفاع وزیر خواجه آصف، او همدارنګه د ملي اسمبلۍ، سینیټ، دیني عالمانو، سیاسي ګوندونو او پاکستاني رسنیو د غړو له ملاتړ څخه مننه وکړه.
هغه د دوی اصولي او زړور دریځونه وستایل. چې هغه یې د صهیونیستي رژیم لخوا د ایران پر ورور، دوست، او مسلمان ملت باندې یو ناروا او تپل شوی برید وباله. سفیر مقدم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د اسلامي جمهوریت ایران د دوامدار او ټینګ ملاتړ له امله په بیلابیلو نړیوالو فورمونو لکه ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اسلامي همکاریو سازمان کښې وستایه.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوږدو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چي د ایران او پاکستان خلک او حکومتونه په ټول تاریخ کښې په پیوستون او ورورولۍ کښې اوږه په اوږه ولاړ دي. د ایران خلک به د پاکستان ملت لخوا د ورورولۍ او ملاتړ دا تاریخي څرګندونه هېڅکله هېره نه کړي.
سفیر په پای کښې اوربند یو تاریخي بریالیتوب وباله. چې د مسلمان امت په ټولیز حافظه کښې د ویاړ، ځواک، ځان باور، زړورتیا، او د باطل پر حق د وروستۍ بریا د تلپاتې سمبول په توګه حق شوی دی.
