پاکستان په سیمه کښې د امنیتي وضعیت پر جدي خرابېدو چې د قطر پر الېعد هوایي اډې د امریکا د بریدونو له امله رامنځته شوی. پاکستان خپله ژوره اندېښنه او وارخطایي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کښې ویلي چي مونږ د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي د اصل وروستي سرغړونې په کلکه غندو. مونږ د نړیوال قانون پر بنسټیزو اصولو د پابندۍ غوښتنه کوو او له ټولو خواوو د زغم غوښتنه کوو.
په بیان کښې نور ویل شوي چي پاکستان د ټولو شخړو د حل لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ غوښتنه تکراروي او د فوري اقداماتو غوښتنه کوي.
په جلا توګه وزیراعظم شهباز شریف په پاکستان کښې د سعودي له سفیر سره ولیدل او د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ته یې خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې.
د وزیراعظم د دفتر (PMO) په یوه بیان کښې ویل شوي چي ما د سعودي عربستان له ورور ولس سره د پاکستان پر نه متزلزل پیوستون ټینګار وکړ. پاکستان به په سیمه کښې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د سولې لپاره د سعودي عربستان له سلطنت سره نږدې کار ته دوام ورکړي.
په هم دې حال کښې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران او اسراییلو تر منځ اوربند اغېزمن شوی دی.