د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځګړیتوب د اسراییل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته یو نازک اوربند اعلان وشو. ولسمشر ټرمپ دا اعلان د سه شنبې په ورځ (چې نن ورځ ده) پر خپله ټروت سوشل پاڼه وکړ. په داسې حال کښې چې د دواړو خواوو لخوا د بریدونو د دوام راپورونه ورکول کېدل.
ټرمپ اعلان وکړ چي اوربند اوس نافذ دی. مهرباني وکړئ سرغړونه مه کوئ. د هغه دا بیان له یوې ورځې سختې جګړې وروسته وشو. چې پکښي د ایران د توغندیو نوې څپه بریدونه هم شامل وو او د اسراییلو د اضطراري خدماتو په وینا په بیرشیبا، اسراییلو کښې یې څلور کسان ووژل. په ورته وخت کښې ایراني چارواکو په شمالي ایران کښې په یوه ترهګریز برید کښې د نهو کسانو وژل کېدل او ۳۳ نورو ټپي کېدل راپور ورکړ. چې راپورونو د اسراییلو لاس لرل پکې اشاره کړې وه. د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اېجنسۍ د وژل شویو کسانو په منځ کښې د ایټمي ساینس پوه محمدرضا صدیقي نوم یاد کړی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د ټرمپ د اوربند وړاندیز منل تایید کړل او ویې ویل چې اسراییلو خپلې موخې ترلاسه کړې دي. خو نتنیاهو د هر ډول سرغړونو په وړاندې د قوي غبرګون خبرداری ورکړ.
د اوربند دا اعلان د دوشنبې په ورځ د ټرمپ له یوه بل اعلان وروسته وشو. چې د پړاويز پلي کولو وړاندیز یې کاوه. ترڅو روان ماموریتونه د بشپړې جګړې بندېدو دمخه پای ته ورسیږي. دا د یکشنبې په ورځ د پام وړ تاوتریخوالي زیاتوالي وروسته وشو. چې د ایران پر ایټمي تاسیساتو د امریکا د هوایي بریدونو او په قطر کښې د امریکا پر یوه اډه د ایران د توغندیو بریدونو لخوا رامنځته شو.
د سه شنبې په سهار وختي د تل ابیب او بیرشیبا ته نږدې د چاودنو راپورونه ورکړل شول. چې د اسراییلو پوځ د ایران د توغندیو شپږ څپې توغندیو توغول تایید کړل. د ایران نیمه رسمي SNN خبري اېجنسۍ راپور ورکړ چې تهران خپل وروستي توغندي د اوربند له نافذېدو دمخه توغولي.
په داسې حال کښې چې د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي د ټرمپ لخوا د اوربند موافقې منځګړیتوب تایید کړ. چې ایران د نورو بریدونو څخه ډډه وکړي. یوه ایراني چارواکي په داسې حال کښې چې د اوربند موافقه یې منله. هغه ټینګار وکړ چې دښمني به یوازې هغه وخت پای ته ورسیږي که اسراییل خپل بریدونه ودروي. متضادو بیانونو د دې اوربند نازک طبیعت روښانه کوي. ټرمپ په هرصورت پر ټروت سوشل خوشبیني څرګنده کړه او دواړو هیوادونو ته یې د دوی زغم، زړورتیا او هوښیارۍ مبارکي ورکړه. ترڅو هغه چي پای ته ورسوي چې باید د ۱۲ ورځنۍ جګړې په نوم یاد شي.