د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کښې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وکتل. دا خبره د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) یوې اعلامیې وکړه. فیلډ مارشل منیر په دې کتنه کښې د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په منځګړیتوب کښې د ټرمپ پر رول د پاکستان قدرداني څرګنده کړه. دوی د اسراییلو او ایران ترمنځ پر روانو شخړو هم خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز (COAS) فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کښي ولیدل. دا لوړه کچه لیدنه د کابینې په کوټه کښې د غرمې ډوډۍ سره پلان شوې وه چې ورپسې یې له اوول دفتر څخه لیدنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ سره د بهرنیو چارو وزیر سینیټر مارکو روبیو او د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي سټیو وټکوف ملتیا کوله. فیلډ مارشل عاصم منیر سره د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ملګری و.
په دې کتنه کښې د پوځ لوی درستیز په وروستي سیمه ییز کړکیچ کښې د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په اسانولو کښې د ولسمشر ټرمپ د رغنده او پایله لرونکي رول لپاره د پاکستان حکومت او خلکو ژوره قدرداني څرګنده کړه. د پوځ مشر د ولسمشر ټرمپ د دولتدارۍ او د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د څو اړخیزو ننګونو په درک او حل کولو کښې د هغه وړتیا ومنله.
ولسمشر ټرمپ په بدل کښې د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره د پاکستان روانو هڅو ستاینه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ترهګرې ضد پیاوړې همکارۍ وستایله. دواړو خواوو د ترهګرې ضد مبارزې په برخه کښې پر خپلو دوامداره همکاریو بیا ټینګار وکړ.
خبرې اترې د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، کانونو او منرالونو، مصنوعي استخباراتو، انرژۍ، کریپټوکرنسۍ او مخ پر ودې ټیکنالوژیو په شمول په څو برخو کښې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لارې چارې هم شاملې وې. ولسمشر ټرمپ د اوږدمهاله ستراتیژیکې همغږۍ او ګډو ګټو پر بنسټ له پاکستان سره د متقابلو ګټو د سوداګریزې ملګرتیا په رامینځته کولو کښې خپله شدیده علاقه څرګنده کړه.
د ایران او اسراییلو ترمنځ پر روانو شخړو هم تفصیلي تبادل نظر وشو چې دواړو مشرانو د شخړې د حل پر اهمیت ټینګار وکړ.
ولسمشر ټرمپ د سیمه ییزو پېچلو متحرکاتو په یوه دوره کښې د فیلډ مارشل عاصم منیر د مشرۍ او پریکړه کولو ستاینه وکړه. د دوه اړخیزو اړیکو تودوخې ته په اشارې سره فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاکستان د حکومت په استازیتوب ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکړه چې په یوې مناسبې نیټې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.
که څه هم په پیل کښې د یو ساعت لپاره ټاکل شوې وه. خو دا ناسته له دوو ساعتونو څخه زیاته شوه. چې د خبرو اترو ژورتیا او دوستانه فضا یې وښوده.
دا لیدنه د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره په روانو هڅو کښې یوه مهمه شیبه ده. چې د سولې، ثبات او سوکالۍ پر ګډو موخو ولاړه ده.