به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنیي په یوه تلویزیوني وینا کښې ویلي  دي چې ایران به د هر ډول تپل شوې جګړې یا سولې په وړاندې مقاومت وکړي. ده خبر د تسنیم خبري اژانس هم خپره کړې دي. هغه پر بهرنۍ لاسوهنې  سخت خبرداری ورکړی. او خامنیي ټینګار وکړ چي دا اولس به د تحمیل په وړاندې چا ته تسلیم نه شي.

هغه د ایران پر کلک هوډ ټینګار وکړ چې د هر ډول بهرني تحمیل شوي حالت که هغه جګړه وي یا یوه تحمیل شوې سوله وي. د هغي په وړاندې به کلک ودریږي.

خامنیي په ځانګړې توګه د امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه څوک چې د ایران له تاریخ سره بلد دي. هغه پوهیږي چې ګواښونه ګټور نه دي.

هغه امریکا ته یو ښکاره خبرداری ورکړ او ویې ویل چي امریکایان باید پوه شي چې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به بې له شکه د جبران نه کېدونکو پایلو سره مل وي.

ټرمپ له ایران څخه د بې شرطه تسلیمۍ غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې امریکا اوس مهال د ایران د ستر مذهبي مشر له وژلو څخه ډډه کوي.

په ورته وخت کښې سي بي ایس خبر ورکړی چې ټرمپ په اسراییلو باندې د ایران پر برید کښې د ګډون په اړه فکر کوي. امریکا په دې وروستیو ورځو کښې سیمې ته څو پوځي شتمنۍ هم لیږدولي دي.

نور ولولئ