به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د کرک په لرې پراته غرني سيمه کوه ميدان کښې د اوږدې مودې راهيسې د تحريک طالبان پاکستان کيمپونه جوړ وو. کرک پوليسو تېره ورځ د ترهګرو پر ضد عمليات پيل کړي وو چې نن بشپړ شول.

د کرک د هيډکوارټر ډي ايس پي فضل اکبر په وينا د کرک ضلعې په سخت غرني سيمه کوه ميدان کښې د ترهګرو پر ضد د پوليسو عمليات بشپړ شول. په دې عملياتو کښې پوليسو ته د سيمې د خلکو مرسته هم حاصله وه.

عام لښکر د تحريک طالبان ډلې له سيمې ويستلې دي. پي ټي پي کوه ميدان خپل بيس کيمپ جوړ کړی و. پوليسو او د سيمې خلکو په ګډه کاروايي وروسته سيمه پاکه کړه. عمليات درې ورځې روان وو او بيا بشپړ شول.

د سيمې د پاکيدو په خوښۍ کښې پوليسو او د سيمې خلکو په دوديز نڅا خټک ډانس سره خپله خوښي څرګنده کړه. عملياتو د بشپړولو وروسته پوليس په خير او سلامتۍ بيرته راغلل. هغه هم په داسې حال کښې چې د ټي ټي پي کوه ميدان بيس کيمپ ختم کړای شو.

د يادونې وړ ده چې ټي ټي پي له دې بيس کيمپ څخه د پنجاب په ميانوالي او د خيبر پښتونخوا په کرک او لکي مروت ضلعو کښې عمليات کول.

په دې عملياتو کښې د کرک، لکي مروت او ميانوالي (پنجاب) پوليسو برخه واخيسته. هم دارنګه د دريو واړو ضلعو څخه د عصري مخابراتي سيسټم څخه هم ګټه پورته شوه.

نور ولولئ