ایراني خبري اژانس فارس ویلي دي چي ایران یو کس د اسراییلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.
اعدام شوی کس چې اسماعیل فکري نومېږي. ویل کېږي د دسمبر په میاشت کې نیول شوی و او د موساد ایجنټانو ته د استخباراتو ورکولو په تور محکوم شوی و.
فارس خبر ورکړی چې فکري د دوشنبې په سهار اعدام شوی دی. ایراني چارواکي ادعا کوي چې فکري د موساد له دوو ایجنټانو سره په اړیکه کې و او هغوی ته یې حساس معلومات ورکړي دي.
دا په وروستیو اونیو کې د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د دریو کسانو دریم اعدام دی. چې د دواړو هیوادونو ترمنځ روان کړکیچ په ګوته کوي.
دا اعدام وروسته له هغه وشو چې د اسراییلو وروستیو هوایي بریدونو څخه وړاندې په ایران کې د موساد د کمانډو عملیاتو په اړه جزئیات څرګند شول. اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و چې په دغو عملیاتو کې ایران ته د اسراییلي کمانډو او وسلو قاچاق شامل و.
