به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه له ۲ ټريليونه روپو زياته بوديجه اعلان کړې ده. په دې بوديجه کې د قبايلي ضلعو لپاره ۲۹۲ بيليونه روپۍ ټاکل شوي دي. د صوبايي بوديجې د شمېرو له مخې،:

  • د جاري اخراجاتو لپاره ۸۰ بيليونه روپۍ،
  • د اضافي غوښتنې لپاره ۶۳ بيليونه روپۍ،
  • د کلني پرمختيايي پروګرام (ADP) لپاره ۳۹ بيليونه روپۍ،
  • د تيز رفتار پرمختيايي پروګرام (AIP) لپاره ۵۰ بيليونه روپۍ،
  • د موقتي بې‌کوره شوو خلکو د بيا رغونې لپاره ۱۷ بيليونه روپۍ،
  • او د نورو صوبو د NFC برخې په توګه ۴۲.۷ بيليونه روپۍ.
    د مخالفه ګوندونو غبرګون
    د پاکستان تحريک انصاف مخالفه سياسي ګوندونه د قبايلي ضلعو لپاره وړاندې شوې بوديجې په اړه نيوکې کوي. د باجوړ صوبايي اسمبلۍ غړي نثار باز وويل چې د ۲۵م ائيني بدلون وروسته د قبايلي ضلعو لپاره ژمن شوي فنډونه په سمه توګه نه دي لګول شوي. نثار باز وايي، صوبايي حکومت دعوه کوي چې په قبايلي ضلعو کې ۱۳۲ بيليونه روپۍ لګولي دي، خو هلته نه پوهنتون جوړ شوی، نه نوي کالجونه، نه روغتونونه، او نه هم سړکونه جوړ شوي دي.
    نوموړي زياته کړه چې د وفاقي حکومت له خوا د قبايلي ضلعو لپاره راغلي فنډونه صوبايي حکومت د خېبر پښتونخوا په نورو سيمو کې لګوي. نثار باز وويل، د ۲۰۲۴-۲۵ کال په بوديجه کې د قبايلي ضلعو لپاره ۶۸ بيليونه روپۍ د پرمختيايي کارونو لپاره ژمن شوي وو، خو وفاقي حکومت يوازې ۱۷ بيليونه روپۍ ورکړي، او صوبايي حکومت هم پاتې پېسې په دې سيمو کې نه دي لګولي.
    بجټ کې د وفاق او صوبايي حکومت برخه
    د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د ۲ ټريليونه روپو په بوديجه کې ۱,۵۰۶ بيليونه روپۍ د وفاقي حکومت له خوا په بېلابېلو مدونو کې ورکول کيږي. خبريال عرفان خان وايي، صوبايي حکومت به يوازې ۱۲۹ بيليونه روپۍ د ټيکسونو په شکل راټولوي.
    د امنيت لپاره برخه
    د ترهګرۍ له اغېزو سره د مبارزې لپاره، خېبر پښتونخوا ته د قامي امدنو (Divisible Pool) نه ۱٪ برخه ورکول کيږي، چې په دې بوديجه کې شاوخوا ۱۴۰ بيليونه روپۍ جوړيږي. عرفان خان وايي، دا پېسې د خېبر پښتونخوا په ټولو سيمو کې د بدامنۍ د اغېزو کمولو لپاره ورکول کيږي، خو قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې اغېزمنې شوي دي، او داسې ښکاري چې صوبايي حکومت د دې پېسو ډېره کمه برخه په قبايلي ضلعو کې لګوي.
    د صوبايي حکومت د امنيت لپاره برخه
    د خېبر پښتونخوا د بوديجې دستاويزاتو له مخې، تېر کال د پوليسو لپاره ۱۲۴ بيليونه روپۍ ټاکل شوي وو، چې سږ کال ۲۷٪ زياتوالی سره ۱۵۸ بيليونه روپو ته رسېدلي دي. په دې کې د قبايلي ضلعو د پوليسو لپاره د ګاډو، وسلې او نورو اخراجاتو لپاره ۳ بيليونه روپۍ ځانګړي شوي دي.
    د څېړونکو نظر
    څېړونکي وايي، قبايلي ضلعې د ترهګرۍ له امله زياتې زيانمنې شوي دي، خو صوبايي حکومت هر کال هلته د ژمنو سره سم بوديجه نه لګوي. دوی وړانديز کوي چې که وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو لپاره د بوديجې لګولو يو ځانګړی نظام جوړ کړي، نو دا پېسې به په سمه توګه او په وخت لګول کيږي

نور ولولئ