به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د راپورونو له مخې پاکستاني حکومت د خپل ۲۰۲۵-۲۶ مالي بل د یوې برخې په توګه پر آنلاین پېرلو د مالیې لګولو وړاندیز کړی دی. د (FBR) دا ګام د دې لپاره اخیستی چې آنلاین سوداګریزې معاملې (e-commerce transactions) هم د مالیې تر چتر لاندې راولي.
دا بل (قانوني مسوده) امر کوي چې ټول هغه منځګړي او کوریر سروسز چې په آنلاین معاملو کښې ښکیل دي. باید درې میاشتنۍ (quarterly) د مالیې کسر (withholding statements) په اړه بیانونه وسپاري. په دې بیانونو کښې به د ډیجیټلي فرمایش شويو توکو او خدماتو د پلور جزئیات شامل وي. په دې کښې به د پلورونکي معلومات، د معاملې جزئیات، کسر شوې مالیه او نور اړین معلومات شامل وي.
سربیره پردې چي په پاکستان کښې هر آنلاین مارکیټ پلیس به اړ وي چې میاشتني بیانونه وسپاري. په دې بیانونو کښې باید د دوی پر پلیټ فارمونو د ټولو راجسټر شویو پلورونکو (vendors) معلومات شامل وي، په شمول د دوی د مالیې راجسټریشن شمیرې، میاشتني عاید (turnover)، او د پلورونکو بانکي حسابونو ته جمع شوې اندازه.
دا بل تر ډیره حده د موجوده مالیاتي مقرراتو لکه د نیټو (due dates)، د بیانونو بیاکتنې، او د کلني عایداتو مالیې بیانونو سره سمون (reconciliation) شاملوي. تمه کیږي چې دا ګام به د مصرف کوونکو لپاره د آنلاین پیرودل شویو توکو په بیه ډیر لوی اغیز ولري.

نور ولولئ