له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې، د افغانستان د تعلیم وضعیت له یوې پیاوړې ودې سره مخ و. د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو، لکه امریکا، آلمان، هند او نورو هېوادونو د مرستو له لارې، د ښوونځیو، ښوونکو، نصاب او لوړو زده کړو په برخه کې پراخ پرمختګونه وشول. د زده کوونکو شمېر له ۱.۲ میلیونه څخه تر ۸.۲ میلیونه لوړ شو، چې له دې ډلې ۳.۲ میلیونه نجونې وې. د نجونو د زده کړو ونډه، چې په ۲۰۰۳ کال کې یوازې ۶٪ وه، په ۲۰۱۷ کال کې ۳۹٪ ته پورته شوه. همداراز، د ښځو ونډه په پوهنتونونو کې نږدې یوه پر درېیمه برخه شوه، او د سواد کچه له ۸٪ )۲۰۰۱( څخه ۴۳٪ )۲۰۲۱( ته لوړه شوه. دا پرمختګ یوازې په ښوونځیو نه و، بلکې د لوړو زده کړو، خصوصاً د سکالرشپونو له لارې هم زیات شمېر افغان نجونې د پاکستان ،هند، آلمان، ایټالیا، ترکیې، قطر، او نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې جذب شوې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دا پرمختګونه سخت زیانمن شول. له اګست ۲۰۲۱ وروسته، طالبانو د نجونو ثانوي تعلیم منع کړ، چې له امله یې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نجونو ته بندې شوې.
ورپسې، د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړل شوې. دا کار یوازې د تعلیم حق نه، بلکې د ښځو د ټولنیز رول پر ضد یو جدي ګام و. د دې بندیزونو له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له تعلیمه بېبرخې شوې، چې دا شمېر د نړۍ تر ټولو لوړه زده کړې ته نهرسېدلې نجونې شمېره جوړوي. همداراز، د ابتدایي ښوونځیو ګډون هم له ۶.۸ میلیونه )۲۰۱۹( څخه ۵.۷ میلیونه )۲۰۲۲( ته راکم شوی، او د پوهنتوني زده کړو عمومي ګډون ۵۳٪ کم شوی دی.
سره له دې چې طالبانو پر زده کړو بندیز لګولی، خو لا هم ځینې محدود سکالرشپونه د پاکستان ،جرمني، هند، ایټالیا، قطر او نورو هېوادونو له خوا اعلانېږي. خو د طالبانو لهخوا د سفر، اسنادو او تعلیمي اسانتیاوو محدودیتونه دا چانسونه هم تر ډېره د نجونو له لاسه وباسي.
د علامه اقبال سکالرشپونه، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان زده کوونکو لپاره وړاندې کېږي، د ۲۰۰۹ کال راهیسې پیل شوي او تر دې دمه یې په لومړیو دوو پړاوونو کې شاوخوا ۶،۰۰۰ افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي دي. دا سکالرشپونه د طب، انجینري، کرنې، مدیریت، کمپیوټر ساینس او نورو برخو کې وړاندې کېږي. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، د دې پروګرام دریم پړاو پیل شو، چې له مخې به په راتلونکو دریو کلونو کې ۴،۵۰۰ سکالرشپونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي. د دې پړاو لپاره، له ۲۲،۰۰۰ څخه زیات غوښتنلیکونه ترلاسه شوي، چې له دې جملې څخه ۵،۰۱۵ یې د نجونو له خوا وړاندې شوي ،یعنې ۳۳٪ برخه نجونو ته ځانګړې شوې ده . دا سکالرشپونه د پاکستان په مخکښو پوهنتونونو لکه نیشنل یونیورسټي آف ټیکنالوژي
(NUTECH)او نیشنل یونیورسټي آف کمپیوټر اینډ ایمرجینګ ساینسز (NUCES-FAST) کې وړاندې کېږي، چیرې چې زده کوونکي د تحصیلي پروګرامونو لپاره چمتووالی نیسي.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د نجونو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې د سکالرشپونو ګټه اخیستنه هم له خنډونو سره مخ شوې ده. د نجونو لپاره د سفر محدودیتونه، د محرم شرط، پاسپورټ اخیستلو ستونزې، او د طالبانو فشارونه د دې سبب شوي چې نجونې له دې فرصتونو څخه لږه ګټه واخلي. سره له دې، د پاکستان حکومت هڅه کړې چې د سکالرشپونو پروسه شفافه او عادلانه وساتي، او د نجونو لپاره ځانګړې برخه هم ځانګړې کړې ده. د ازموینو او مرکې پروسه آنلاین ترسره کېږي، ترڅو د افغانستان دننه زده کوونکي هم برخه واخلي. په ټولیز ډول، د علامه اقبال سکالرشپونه د افغان زده کوونکو، په ځانګړې توګه نجونو، لپاره یو مهم تعلیمي فرصت دی، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له خنډونو سره مخ دی، خو د پاکستان حکومت او نړیوالو هڅو ته په کتو ،لاهم د افغان نجونو د تعلیم لپاره هیلې شته.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون (HEC) دریځ او اقدامات د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې
د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون (HEC) د افغان زده کوونکو لپاره د علامه محمد اقبال سکالرشپ پروګرام له لارې د زده کړو فرصتونه برابر کړي دي. د دې پروګرام درېیم پړاو د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شو، چې له مخې به په راتلونکو دریو کلونو کې ۴،۵۰۰ سکالرشپونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي. دا سکالرشپونه د طب، انجینري، کرنې، مدیریت، کمپیوټر ساینس او نورو برخو کې وړاندې کېږي، او د پاکستان په مخکښو پوهنتونونو کې تطبیقېږي.
د دې پروګرام موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تعلیمي اړیکو پیاوړتیا، د افغان ځوانانو ظرفیت لوړول، او د افغانستان د بیا رغونې لپاره د بشري منابعو پراختیا ده.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د افغان نجونو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې د سکالرشپونو ګټه اخیستنه هم له خنډونو سره مخ شوې ده. د نجونو لپاره د سفر محدودیتونه، د محرم شرط، پاسپورټ اخیستلو ستونزې، او د طالبانو فشارونه د دې سبب شوي چې نجونې له دې فرصتونو څخه لږه ګټه واخلي. سره له دې، د پاکستان حکومت هڅه کړې چې د سکالرشپونو پروسه شفافه او عادلانه وساتي، او د نجونو لپاره ځانګړې برخه هم ځانګړې کړې ده.
په ټولیز ډول، د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون د افغان نجونو د زده کړو لپاره ژمن دی، او د سکالرشپونو له لارې هڅه کوي چې د دوی لپاره تعلیمي فرصتونه برابر کړي، سره له دې چې د طالبانو د محدودیتونو له امله دا پروسه له خنډونو سره مخ ده.
له پاکستان وروسته ،جرمني هغه هېواد دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې تر ټولو ډېر سکالرشپونه افغان نجونو ته اعلان کړي دي. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې، د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) او د جرمني د اکادمیکو تبادلو خدمت (DAAD) په ګډه یو نوښت پیل کړ، چې له مخې یې د طالبانو له بندیزونو څخه اغېزمنو افغان نجونو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي. د دې سکالرشپ پروګرام مجموعي بودیجه شاوخوا ۷ میلیونه یورو ده، او هدف لري چې تر ۲۰۲۷ کال پورې له ۵،۰۰۰ څخه زیاتې افغان نجونې د لیسانس او ماستري په کچه جذبې کړي. د دې پروګرام له لارې افغان نجونې د بېلابېلو هېوادونو، لکه بنګله دېش، قرغزستان او پاکستان په پوهنتونونو کې د زده کړو چانس مومي. د بېلګې په ډول، په بنګله دېش کې د آسیایي پوهنتون له لارې د لیسانس سکالرشپونه، او په قرغزستان کې د بشکیک ښار په امریکایي پوهنتون کې د ماستري دوه کلن سکالرشپونه برابریږي. همداراز، پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره هم د لیسانس او ماستري زده کړو ځانګړي چانسونه ورکول کېږي. دا سکالرشپونه نه یوازې افغان نجونو ته د تعلیم دوام فرصت ورکوي، بلکې هغوی ته دا پیغام هم ورکوي چې نړیواله ټولنه یې د تعلیم حق ته ارزښت ورکوي او د دوی ترڅنګ ولاړه ده. جرمني د دې نوښت له لارې د افغان نجونو لپاره یو روښانه، باثباته او باعزته راتلونکي ته د رسیدو هیله پیاوړې کړې ده.
په ورته وخت کې، نړیوالې ادارې لکه یونسکو، ملګري ملتونه، او ځینې اسلامي هېوادونه هڅه کوي چې د بدیلو لارو له لارې – لکه آنلاین تعلیم، تلویزیوني پروګرامونه، یا سیمه ییز کورسونه – نجونو ته زده کړې برابرې کړي. د بیلګې په ډول، یونسکو په ۲۰ ولایتونو کې نږدې ۵۵،۰۰۰ نجونو ته د سواد زده کړې پروګرامونه برابر کړي دي. که څه هم دا هڅې مهمې دي، خو د پایدارو حللارو لپاره اړینه ده چې د طالبانو لخوا پر تعلیم بندیزونه ختم شي ،ځکه زده کړې د یوې ټولنې د راتلونکي بنسټ جوړوي، او د افغان نجونو تعلیم یوازې د دوی نه، بلکې د ټول افغانستان د پرمختګ لپاره اړین دی.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ،ګڼ شمېر ښځینه فعالانو د نجونو د زده کړو د بندیزونو پر ضد خپل غږ پورته کړی، د طالبانو د پالیسیو پر ضد یې نیوکې کړې، او د نړیوالو سکالرشپونو هرکلی یې کړی دی. دا فعالانې نه یوازې د تعلیم د حق لپاره مبارزه کوي ،بلکې د افغان نجونو د راتلونکي د روښانه کولو لپاره عملي ګامونه هم اخلي.
شفیقه خپلواک د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیزونه نه یوازې د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل، بلکې دا یې د ټولنې د پرمختګ پر وړاندې یو ستر خنډ وګاڼه. هغې ټینګار وکړ چې تعلیم د هر انسان حق دی، او د نجونو له زده کړو محرومیت د ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ مخه نیسي.
همداراز، شفیقه خپلواک د نړیوالو سکالرشپونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا ډول فرصتونه د افغان نجونو لپاره د زده کړو دوام ته لاره هواروي. هغې د هغو هېوادونو او بنسټونو هڅې وستایلې چې د افغان نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابروي، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان نجونو د تعلیم د حق ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت شمېر چاروکي د انجونو زده کړو بندیدو سره سخت مخالفت ښودلي او تل یې خپل غږ د انجونو په حق کې پورته کړي ؛ له دې جملي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي څرګندوني؛
« موږ باید نجونو ته د تعلیم حق ورکړو. دا زموږ مسؤلیت دی. نړۍ موږ قضاوت کوي، او موږ باید ثابته کړو چې د اسلام ریښتینی تصویر وړاندې کولی شو ».
«موږ د ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۲۰ میلیونه خلکو ته ظلم کوو، هغوی له خپلو ټولو حقونو بېبرخې کوو. دا نه د اسلامي شریعت برخه ده، بلکې زموږ شخصي انتخاب یا طبیعت دی».
شېر محمد عباس ستانکزی، خوست ،۲۰۲۵
د طالبانو په حکومت کې څو لوړپوړي چارواکو او استازو د نجونو زده کړو بندولو یا ځنډولو په اړه څرګندونې کړې او دغه پرېکړه یې ملاتړ کړې یا یې په اړه ټینګار کړی دی. ځینې مهم کسان یې په لاندې ډول دي:
ذبیع الله مجاهد د طالبانو ویاند، چې په څو موقعو یې د نجونو د زده کړو د بندیز ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د دوی حکومت به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو تعلیم اجازه ورکوي، خو تر هغو به بندیز دوام ولري تر څو چې دوی شرایط مناسب وګڼي.
ملایک ارین د طالبانو د معارف وزارت ویاند، چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو دفاع یې کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د اسلامي ارزښتونو په رعایت کې شوې ده.
افغان انجونې له دې ټولو ناخوالو او بندیزونو سره سره لا هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي. هغه زده کوونکي چې له افغانستان څخه بهر زده کړې کوي، په ځانګړي ډول په پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې، له یوې ناڅرګند برخلیک سره مخ دي .
یوه تازه فارغه شوې محصله، چې له پېښور ای.ایم. ساینسز پوهنتون څخه یې د BBA سند ترلاسه کړی، خپل احساسات داسې بیانوي:
“نه پوهېږم خفه شم که خوشحاله؛ له یوې خوا خپلو هیلو ته ورسېدم او خپل خوب مې پوره کړ، خو له بلې خوا خپل هېواد کې نه د کار اجازه لرم او نه هم د نورو زده کړو زمینه شته. پاکستان هم نور راته وېزه نه راکوي، دلته هم حالت ورځ تر بلې خرابېږي، اوسېدنه راته ورځ تر بلې ستونزمنه کېږي.
داسې احساس کوم چې راتلونکی مې ټول له منځه تللی، هیله نه لرم”.
دغه څرګندونې د هغو زرګونو افغانو نجونو د ناورین ریښتینی انځور وړاندې کوي، چې له ډېرو قربانیو او هڅو سره سره، اوس د طالبانو د بندیزونو، د ګاونډیو هېوادونو د وېزې محدودیتونو، او نړیوالې بېپامي له امله له یوې ژورې بېسرنوشتۍ، خپګان او ناورین سره مخ دي. دا حالت نه یوازې فردي ژوندونه خراب کړي، بلکې د ټول افغان نسل پرمختګ او امیدونه یې تر پښو لاندې کړي دي
افغان انجونو څو ځله له طالبانو غوښتنې کړې دي چې د زده کړو پر وړاندې دې خپل بندیزونه لغوه کړي، ښځو ته دې په امن او آزادۍ د زده کړو او کار اجازه ورکړي، ځکه تعلیم د هر انسان اساسي حق دی او د ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. دوی ټینګار کوي چې د زده کړو له لارې به ښځې خپله ټولنه بډایه کړي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ به رامنځته کړي او نړیوالو ته به د افغانستان مثبت تصویر وړاندې کړي. سره له دې ټولو غوښتنو، طالبانو تر اوسه هم په دې برخه کې سخت دریځ ساتلی او د نجونو زده کړو ته یې جدي محدودیتونه لګولي دي.
