به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

صدر آصف علي زرداري د اسلام اباد کیپیټل ټریټري د ماشومانو د واده مخنیوي قانون لاسلیک کړی دی. دا په پاکستان کښې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی.

دا قانون د می په ۲۷ مه د پارلیمان دواړو جرګو څخه منظور شو او د واده لپاره یې لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله وټاکه.

دغه اقدام د خوښۍ او مخالفت دواړو سره مخ شوی دی. ملاتړو لکه د پیپلز پارټۍ سینیټري شري رحمن د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې وه. چې د مذهبي ډلو د پام وړ مقاومت سره سره ترلاسه شوې ده. رحمن د نجونو تعلیم، روغتیا او ښه راتلونکې ته د لاسرسي په برخه کښې د دې قانون پر اهمیت ټینګار وکړ.

رحمن په ایکس (X) کښې لیکلي دي. دا قانون یوازې یو قانون نه دی. دا ژمنه ده چې زمونږ نجونې د تعلیم، روغتیا او سوکاله ژوند حق لري. هغې له ولایتونو هم وغوښتل چې ورته قوانین تصویب کړي.

خو د اسلامي نظرياتي شورا (CII) يې سخت مخالفت وکړ او ويې ويل چې ۱۸ کلنۍ څخه کم واده د جنسي تیري په توګه شمېرل له اسلامي شریعت سره په ټکر کښې دي. د اسلامي نظرياتي شورا غړي مولانا جلال الدین د دې قانون له امله د ټولنیزو نورمونو د ګډوډولو په اړه اندیښنې څرګندې کړې او دا یې د لویدیځ دسیسه وبلله.

خو د پیپلز پارټۍ مشرې شرمیلا فاروقي چې دا قانون یې وړاندې کړی دی. هغي هڅه کړې ده چې دې قانون ته مذهبي رنګ ورنه کړي.

نور ولولئ