نن د اسلام اباد په ایوان صدر کښې په یوه ځانګړې غونډه کښې ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف په ګډه د پوځ مشر (COAS) سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ورکړه. دا پنځه ستوري رتبه چې د پاکستان په پوځ کښې تر ټولو لوړه ده. د هند سره په وروستیو پوځي نښتو کښې د جنرال منیر استثنایي مشرتابه او د آپریشن بنیان المرصوص بریالي ترسره کولو له امله ورکړل شوه.
د دغه پرمختګ اعلان مرکزي حکومت د سې شنبې په ورځ وکړ. چې د ملي امنیت په خوندي کولو او د دښمن په وړاندې د پریکنده بریا په ترلاسه کولو کښې یې د جنرال منیر پر رول ټینګار وکړ.
ولسمشر زرداري وویل چي مونږ دلته راټول شوي یو ترڅو د هیواد وسله والو ځواکونو او د پوځ، سمندري او هوایي ځواکونو اتلانو ته درناوی وکړو. چا چې زمونږ ملي حاکمیت، خاوره او بشپړتیا د هند له بې دلیله تیریو څخه دفاع کړه. ټول ملت په تاسو ټولو ویاړي.
هغه په رسمي ډول جنرال منیر ته ترفیع ورکړه او ویې ویل چي زه د پاکستان د ولسمشر په توګه دلته جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل بشپړه رتبه ورکوم او د وسله والو ځواکونو د ستر قوماندان په توګه د فیلډ مارشل لښکر د هغه په لاس کښې ورکوم. ولسمشر په ځانګړي توګه په دې کړکېچنه دوره کښې د فیلډ مارشل منیر په قومانده او شخصیت باندې خپل باور روښانه کړ.
وزیراعظم شریف وویل چي نن د پاکستان لپاره د ملي ویاړ او تاریخي اهمیت یوه ژوره شیبه ده. هغه نه یوازې د فیلډ مارشل منیر بلکې د ګډو ځواکونو د لوی درستیز (CJCSC) جنرال ساحر شمشاد مرزا، هوایي ځواک مشر ظهیر احمد بابر سدو، او د سمندري ځواک مشر اډمیرل نوید اشرف ستاینه وکړه او ویې ویل چي تاسو زمونږ زړور وسله وال ځواکونه د دښمن په وړاندې یوې د پام وړ بریا ته رسولي دي. چې په خپله د غرور او تکبر په جال کښې ښکیل وو. زمونږ وسله والو ځواکونو نه یوازې د هیواد له پولو دفاع وکړه بلکې جګړه یې د دښمن تر خاورې پورې ورسوله او په لنډ وخت کښې یرغلګر پر ګونډو شو او یو درس ورکړل شو.
ده جرنلیسټانو سره په لنډو خبرو کښې فیلډ مارشل منیر خپله مننه وکړه. په ځانګړې توګه د پاکستاني رسنیو څخه څرګنده کړه. هغه وویل چي رسنۍ زمونږ ویاړ دی. تاسو خلکو نړۍ ته وویل چې مونږ یوازې رښتیا وایو او زیاته یې کړه چې مطبوعات د دولت څلورم ستون دی او دا چې دوی زمونږ سره یوځای جګړه وکړه.
